نړۍ

هند او پاکستان تجارتي خبرې له سر پيلوي.

نوېى ډيلى دي  نيوز انترنشنل – باختر دمرغومي دمياشتې ٢٥
دهند او پاکستان د سوداګرۍ د وزارتونو معينان به نن سره  وګوري چې د دواړو هيوادونو ترمنځ تجارتي خبرې  چې پخوا ځنډيدلې وې له سره پيل کړي .
دباختر آژانس دخبرله مخې :  داسې برښيې چې په دې اړوند موافقه به دهغې لارې نقشه چې له تنګسيا سره يې مخامخ کړې ده ، لرې کړي او تجارتي تعديل به داجرا وړ وګرځوي .
د دواړو هيوادونو دسوداګرۍ  د وزيرانو کتنه به دمعينانو له کتنې  وروسته سبا دپنجشنبې په ورځ   وشي .
دپاکستان دسوداګرۍ  وزيرخرم دستګير خان به سباپه هند کې وي او دسارک دتجارتي سازمان  دمشرانو په غونډه کې په ګډون وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته