ټولنه

واسطه لرونکي خلک به د رسنيو په وړاندې افشا شي!

کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٤ مه
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست محمد فهيم هاشمي د سلام مخابراتي شرکت د مشتریانو د خدمتونو مرکز د بېلابېلو څانګو څخه په کتنه کې د دغه شرکت کارکوونکو ته لارښوونه وکړه چې خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې بايد ژمن و اوسي.
هغه راز زیاته کړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مشرتابه د کارکوونکو د صادقانه کار ملاتړ کوي، د هیڅ شخص حق باید ضایع نه شي او په کاري وخت کې دې په جدي توګه عدالت پلی شي.
هاشمي زیاته کړه، چې د مکافاتو او مجازاتو سیستم به په جدي توګه عملي کېږي او هر شخص چې واسطه وکړه د رسنيو پر وړاندې به له خلکو سره شريکېږي.
په پای کې هاشمي د سلام مخابراتي شرکت د پراختيا او ودې په موخه ژمنه وکړه، ددغه شرکت د مسؤولينو له هڅو او کارونو مننه وکړه او د شرکت د پرمختګ لپاره يې د ګټورو ګامونو اخیستلو په موخه له ټولو څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه. پاىفضل واحد

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته