سیاست

د سترې محکمې رييس نن د امريکا د سفارت له قضايي سلاکار سره په کتنه کې له نشته يې توکو سره د مبارزې د قانون د طرحې په باب خبرې وکړې

کابل – باختر د وري دمياشتې ٤
د سترې محکمې رييس نن د امريکا د سفارت له ستر قضايي سلاکار او په کابل کې د ناټو د قوتونو د واکمنۍ د برخې له رييس سره په کتنه کې له نشه يي توکو او مسکراتو د مبارزې د قانون د طرحې په باب چې د دغې ادارې تر کار لاندې ده؛ خبرې وکړې .
د سترې محکمې يوه خبرځاى باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د سترې محکمې رييس قانونپوه سيد يوسف حليم وويل چې د اساسي قانوند ١٢٠ مادې له حکم سره سم د سترې محکمې دندې له اساسي قانون سره د قوانينو د سمون څيړنه ده او د قانون جوړولو د پړاوونو د بشپړولو په بهيرکې طرحې او نظريې کيداى شي د قانون جوړولو د چارو د انستيتوت او د هېواد د تقنيني مراجعو له لارې وړاندې شي.
دغه راز د ناټو د قوتونو د قانون د واکمنۍ د برخې رييس له اداري فساد سره د مبارزې د يوه عدلي او قضايي مرکز د جوړولو په باب خپلې نظريې طرحه کړې او د دغه مرکز د جوړولو په نسبت يې د نړيوالې ټولنې علاقمندي څرګنده کړه.
په مقابل کې د سترې محکمې رييس د هغو خبرو اترو په اړوند چې په دې برخه کې شوې وې، دغه تصميم يې په اصولوکې يو مثبت ګام او ښه نظر وباله او زياته کړه چې د دغه شان مرکز د جوړيدو په صورت کې د کشفي او تحقيقي ارګانونو او محکمو په وسيله له اداري فساد څخه د رامنځته شويو جرمونو د قضيو په زنځيري څيړنه کې ښه فرصت برابريږي او دغه قضيې د قانوني موازينو په رعايتولو او په بشپړ شفافيت سره کيداى شي وڅيړلې شي او حل او فصل شي .
د سترې محکمې رييس دغه راز د نړيوالو ټولنو هلې ځلې او په دې برخه کې د هغوى مرستې چې زياتره به مادي، تخنيکي او تجهيزاتي مرستې پکې شاملې وي، مثبتې او ګټورې وبللې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته