کابل باختردثور ٢٤مه :
په روزګان ولايت کې ١٣تنه وسله وال طالبان له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول.
پر دغو طالبانو تېره شپه د چورې ولسوالۍ په بازار کې بريد وشو .
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان دباختر آژانس خبريال ته وويل چې جګړه د وسله والو طالبانو پر کاروان د پوځيانو د بريد له امله ونښته.
ده وويل چې په دې نښته کې ١٣ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ٦ تنه نور يې ټپيان شول .
ديوبل خبرله مخې:
شپږ تنه وسله وال طالبان په روزګان ولايت کې د هوايي بريد له امله ووژل شول .
پر دغو طالبانو نن سهار د روزګان په مرکز ترينکوټ ښار کې هغه وخت بريد وشو چې په موټرو سپاره او په ډار اچوونکو فعاليتونوبوخت وو.
ختم_شکريه_ اکرم
1 1 دقیقه لوستل