امنیت

دقندهار _ هرات په لويه لاره کې دپوليسو په پوستې دطالبانو ناکام بريد

-کابل باختر د وري درې  ويشتمه :
دهرات – قندهار  په لويه لاره کې دبند شاه بيد  سيمې ته څيرمه دخرسنګ  په امنيتي پوستې  دطالبانو بريد له ماتې سر ه مخامخ شو .
دغه بريد چې دتيرې نيمې شپې په شاوخوا کې پيل شو  او دوه ساعته دوام وکړ څه ناڅه څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول .
دهرات يوه امنيتي مقام  باختراژانس ته وويل دنښتې ساحې ته کومکي  ځواکونو په رارسيدو سره جوخت شپږ ماينونه چې دوسله والو طالبانو له خوا دشاه بيد په لاره کې  ښخ کړى شوي و دامنيتي ځواکونو له خوا کشف او شنډ شول .
په دې  نښته کې دامنيتي ځواکونويوسرتيرى  هم ټپي شوى دى.
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته