کابل باختر مرغومي اوولسمه :
دهرات ولايت يوشمير معلولينو دولايتي شورا له رييس اويوشمير غړو سره په کتنه په هرات کې دمعلولينو په وړاندې د پرتو ستونزو دحل کولو غوښتنه وکړه .
يوتن معلول دنوروپه استازيتوب د وثيقې او وکالت خط په برخو کې دمعلولينو ستونزې بيان کړې او له ولايتي شورا څخه يې ددغې ستونزې دحل کولو غوښتنه وکړه .
دولايتي شورا رييس دتيلفوني اړيکې په ترڅ کې دهرات ولايت دکار او ټولنيزو چارو رييس عبدالقيوم افغان ته بلنه ورکړه چې دمعلولينو دستونزو داوريدو په خاطر ولايتي شورا ته راشي .
دهرات ولايت دکار او ټولنيزو چارو ، شهيدانو او معلولينو رييس ښاغلي افغان په دې کتنه کې ګډون وکړ او دمعلولينو ستونزې يې وڅيړلې او ډاډ يې ورکړ چې ډير ژر به دغه ستونزې حل شي .
2 1 دقیقه لوستل