نړۍ

دروسيې پرخلاف دلويديځ دزياتو بنديزونو احتمال

لندن رويترز   باخترد وږي دمياشتې  ١٤  :
دناتو سرمنشي   اندرس فوګ راسمون وايي   که چيرې مسکو په اوکراين کې  خپلې لاسوهنې ته دوام ورکړي  ، نړيواله ټولنه دې بايد په روسيې سخت بنديزونه ولګوي .
راسموسن  په ويلز کې   دناتو دمشرانو په غونډه کې  داوکراين  له جمهوررييس سره  له کتنې وروسته وويل :   هغه څرګندونې چې روسيې داوربند په باره کې  کړې دي داوکراين دبې ثباته کولو لپاره شوې دي.
داوکراين  جمهوررييس  پيترو پروشينکو په خپل وار وويل  چې  روسيې  داوکراين ثبات  ته سخت   زيان اړولى دى.
ناتوپرون په ويلز  کې   ددغه تړون دمشرانو په غونډه کې  داوکراين ددفاعي
ځواکمنۍ دلوړولو لپاره دپنځلسومليونو يورو په ارزښت دمالي صندوق  جوړول اعلام کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته