امنیت

په هلمند کې دوه تنه پوځیان ټپیان شول

لښکرګاه/ باختر/ د وږي ۱۲ مه
د هلمند د امنیي قوماندانۍ د امنیت آمر او د ملي اردود درېيمې لوا د کنډک قوماندان پرون ټپیان شول .
د هلمند د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالسلام افغان باختر اژانس ته وویل چې د امنیې قوماندانۍ د امنیت آمر سمونوال ګلی خان او د ملي اردو د درېيمي کنډک قوماندان حضرت ګل قریشي د دغه ولایت د نادعلي ولسوالۍ په چاه انجیر سیمه کې د یوه توغندي د لګیدو له امله ټپیان شول .
ده زیاته کړه چې دغه دوه تنه افسران برسیرن ټپیان شوي وو چې له درملنې وروسته له روغتون څخه رخصت شوي دي.
ختم/ ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته