کابل/دليندې ٥مه / باختر :
درې وسله وال طالبان تېره شپه په بغلان کې دماين دچاودنې له امله ووژل شول .
دبغلان دنهرين ولسوالۍ يوه امنيتي مسوول دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغو طالبانو غوښتل ددغې ولسوالۍ دچرخ آب په کلي کې دسيمه ييزو پوليسو په امنيتي پوستې بريد وکړي .
خبرځاى زياته کړه چې په دغې پېښه کې يو وسله وال طالب ټپى شوى او نور طالبان له سيمې څخه وتښتېدل .
خت _ سعيده _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ