امنیت

په ترافيکي پيښه کې شپږ تنه ټپيان شول

کابل باختر د ثور دمياشتې  ٢٠ :
په بغلان ولايت کې نن د ترافيکي پيښې له امله شپږ تنه ټپيان شول.
د بغلان ولايت د ترافيکو د مديريت د پيښو د څيړنې آمر سرڅارمن سيدعالم د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه ترافيکي پيښه چې د دوشي ولسوالۍ دکيله ګي په ساحه کې رامنځته شوه؛ د دوو کرولا موټرو د ټکر زيږنده وه چې له امله يې  د دغو دواړو وسايطو شپږ تنه سپرلۍ ټپيانې شوې .
د پيښو د څيړنې آمر د دغې پيښې علت د دواړو موټرو ګړندى تګ او د ترافيکي قوانينو او مقرراتو نه رعايتول وبلل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته