امنیت

لوى درستيز د پوځيانو ميړانې وستايلې

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٨
لوى درستيز سترجنرال شيرمحمدکريمي د ملي اردو ، ملي پوليسو او د ملي آمنيت د لوړ رتبه بريدملانو د سرتاسري کنفرانس د پرانيستنى په مهال زړور بريد ملان د قوماندانانو پياوړى او متين سلاکاران او د سرتيرو روزونکي وبلل او د هغوى ارزښتناکې دندې وستايلې.
د ملي دفاع وزارت د وياند مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دملي اردو لوى درستيز ستر جنرال ارکانحرب شيرمحمد (کريمي) د ملي اردو، ملي پوليسو او د ملي امنيت د لوړ رتبه بريدملانو يوولسم سرتاسري کنفرانس چې د کابل په پوځي ښوونيز مرکزکې جوړ شوى و؛ په پرانستوونکې وينا کې برخه وال خپلو دندوته ځير کړل او ويې ويل: تاسې چې د اتل ملي اردو، ملي پوليسو او د ملي امنيت په ليکوکې د خدمت وياړ لرئ، په ټينګ هوډاو سپنيز دسپلين او دملي يووالي په پياوړې روحيې اړوندې د ندې ترسره او په زړ ورتيا ادامه ورکړې.
لوى درستيز روانو حالاتو ته په پاملرنې سره وويل: تاسې بايد په ټول ځواک د ګران هيواد د ځمکنې بشپړتيا، ملي واکمنۍ د کلکې دفاع، د سولې او امنيت د ټينګښټ په لاره کې هرډول سرښندنو او فدارکاريو ته چمتو و اوسئ.
وروسته ستر درستيز ارشد بريد مل روشان (صافي) او د ملي پوليسو ارشد بريد مل محمدکريم په خبروکې ډاډ څرګندکړ چې د ملي اردو، ملي پوليسو او د ملي امنيت باتور بريدملان به په ټول توان د قوماندانانو د پياوړو سلاکارانو په توګه ورسپارلې دندې په لوړ مورال او هيواد پالنې ترسره او په سرنښندې ادامه ورکوي. بايد يادونه وکړو چې د هغو سياليو له امله چې د بريد ملانو ترمنځ ترسره شوې وې؛ يو شمېر هغو بريدملانو ته چې د کال غوره بريدمل لقب يې خپل کړى و؛ د اميد بهار– پارک ګلوبل- منصورفارما او (او،ټي،ټي) کمپنيو او شرکتونو له خوا په برابروشويو ډاليو سره وستايل شول .
دملي اردو لوى درستيز د نوموړو کمپنيو له مشرانو څخه چې د ملي اردو ملاتړيې کړى او په سوغاتونويې ستايلي په مننې سره قدرداني وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته