امنیت

ملي امنیت شورا د امنیتي او دفاعي ځواکونو صحي ملي پالیسي په پرنسیب کې تائید کړه

کابل باختر د غويي د مياشتې ٨:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشري د ملي امنیت شورا ناسته پرون له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.
دجمهوري رياست د وياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې د دفاعي او امنیتي سکتور وزیرانو د هلمند، سرپل، کندز، فاریاب، کنړ او نورستان ولایتونو د امنیتي وضعیت راپور وړاندې کړ.
ملي امنیت شورا په دغو ولایتونو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د لاسته راوړنو په تقدیر سره په دغو ولایتونو کې د امنیتي تهدیدونو د دفعې او د دښمن د نابودي په موخه د عملیاتو د تداوم په موخه لازمې لارښوونې وکړې.
په دې غونډه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د صحي ملي پالیسي په هکله بحث وشو. ملي امنیت شورا د دې پالیسي له برابرونکو څخه په مننې تر هر اړخیزو بحثونو وروسته هغه په پرنسیب کې تائید کړه او اړوندو بنسټونو ته یې لارښوونه وکړه، چې دغه پالیسي د دې غونډې د بحثونو په رڼا کې بشپړ اوډير ژر د هغې د تطبیق زمینه برابره کړي.
د امنیتي او دفاعي ځواکونو صحي ملي پالیسي د ښو صحي خدماتو د وړاندې کولو،په خپل وخت د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ټپیانو درملنې او د دغو ځواکونو لپاره د لازمو صحي اسانتیاو د برابرولو په برخه کې له مدرن معیارونو څخه د ګټه اخیستنې په موخه د لومړي ځل لپاره په هېواد کې تدوین شوه.
ملي امنت شورا د بې اسنادو وسایطو د راجستر د طرزالعمل په هکله بحث وکړ او د دغه طرزالعمل له برابرونکو بنسټونو څخه په مننې یې اړوندو ارګانونو ته د هغه د موثر تکمیل او تطبیق په موخه لازمې لارښوونې وکړې .
په پای کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو الاتو پر ضد د مبارزې ملي ستراتیژي په هکله بحث وشو. د دې ستراتیژي د تدوین موخه د ځای پرځای شویو چاودېدونکو الاتو پر ضد د مبارزې په برخه کې د پایدار او منسجمو قابلیتونو رامنځته کول او پراختیا ده، چې ملي امنیت شورا د دې سند له تدوین کوونکو څخه د مننې په څرګندولو هغه په جزیي تعدیلاتوسره په پرنسیب کې تائید کړه او اړوندو بنسټونو ته یې د هغې د موثر او پر وخت تطبیق په هکله لازمې لارښوونې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته