ټولنه

په يوه پيښه کې ديوې کورنۍ شپږ تنه غړي ووژل شول

کابل باختر دمرغومي دمياشتې  ٢٩ :
په  لوګرولايت کې  د ګازو  له امله ديوې کورنۍ شپږ تنه غړي لومړى مسموم او وروسته  ووژل شول.
دلوګرولايت يوه امنيتي مقام باخترآژانس ته وويل :    دلوګرولايت  دبره کي برک ولسوالۍ په مربوطاتو کې ديوې کورنۍ شپږ تنه غړي  چې په يوه کورکې يې ژوند کاوه  دګازو دبالون دتخنيکي ستونزې له امله لومړى مسموم او وروسته  ووژل  شول.
دده دڅرګندونوله مخې ؛  وژل شوي کسان ټول د يوې کورنۍ غړي  دي چې  په هغو کې  پلار ، مور ا وڅلور ماشومان شامل دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته