ټولنه

په قندهار کې د پوهنې لپاره اصلاحي کمېټه جوړه شوه

قندهار باخترد زمري د میاشتې ۹ مه
د قندهار د والي په نوښت د دغه ولايت د پوهنې رياست لپاره اصلاحي کمېټه جوړه شوه.
د باخترد اژانس د خبر له مخې:
دغه کمېټه د قندهار پوهنتون له استادانو، د پوهنې له متقاعد او برحاله استادانو، د پوهنې له فعالانو او روشنفکران څخه جوړه ده.
د کميټې غړو د پوهنې په رهبرۍ کې د موجوده کدرونو د ځای پر ځای کولو، د بهرنيو لاسوهنو د بندولو، د ښوونکو د معاشاتو د سیسټم پر بانکي کولو، د خیالي تشکیلاتو پر مخنیوي، د نظارت او تفتیش د باصلاحیته کمېټې پر جوړوني، له مرکز په خاص ډول د رېیس جمهور څخه د اصلاحاتو د راوستلو لپاره د ملاتړ پر ترلاسه کولو او د زده کونکو له والدینو سره د پوهنې د کارمندانو پر اړیکو جوړولو ټينګار وکړ.
د قندهار د پوهنې پخواني رېيس حيات الله رفيقي وويل چې په مرکز کې د پوهنې مسولينو دبستونو په خرڅلاو تجارت شروع کړی چې له امله يې ټول بستونه د دې پر ځای چې وړ کس ته ورکړل شي په پيسو پلورل کيږي.
د زياته کړه چې اوبه له پورته خوا خړې دي که پورته خوا اصلاح شي په ولايتونو کې په خپله اصلاح راځي.
په ورته وخت کې دقندهار والي زلمي ويسا د دوی له نظریاتو او پېشنهاداتو تر اورېدلو وروسته له دوی څخه مننه وکړه او د دوی نظریات یې د پوهنې په برخه کې د اصلاحاتو د راوستلو لپاره خورا اغېزناک وبلل.
هغه زیاته کړه چي ټولنیز سیسټمونه د روغتیا او پوهنې پر پایو ولاړ دي اوبايد چې دغو برخو ته زياته پاملرنه وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته