کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٨ :
د ملي شورا د مشرانو جرګې رييس فضل الهادي مسلميار نن د خورشيد د نړيوال ټلويزيون د مرستيال شفيع الله بابرزي چې په يوه ترافيکي پيښه کې ټپي شوى دى، د احوالو پوښتنه وکړه .
د سنا مجلس مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د مشرانو جرګې رييس د بابرزي د احوالو د پوښتنې په مقصد چې د کابل ښار په يوه روغتون کې بستر و، لاړ او د لوى خداى (ج ) له دربار څخه يې ده ته دروغتيا هيله وکړه او په بيلابيلو برخو په تيره بيا د شعر او شاعری په برخه کې يې د ده دخدمتونو درناوى وکړ.
د خورشيد د نړيوال ټلويزيون مرستيال شفيع الله بابرزى د هېواد يو تکړه شاعر دى چې څه موده مخکې د کابل _ جلال آباد په لويه لاره کې په يوه ترافيکي پيښه کې ټپي شوچې دموظفو ډاکترانو د څرګندونوله مخې روغتيايي حالت يې مخ په ښه والي دى.
ديو بل خبرله مخې: د مشرانو جرګې لومړي نايب محمدعلم ايزديار په يوه غونډه کې د ميدان وردګو ولايت د امنيه قوماندان جنرال محمد خليل اندرابي دفعاليتونو رپوټ واوريد.
په دې غونډه کې ښاغلي اندرابي د ميدان وردګو ولايت د امنيتي حالاتو په باب د رپوټ د وړاندې کولو په ترڅ کې له خلکو او په ملي شورا او د دغه ولايت په ولايتي شورا کې د دوى له استازو سره د امنيتي ارګانونو د همغږ يادونه وکړه او ويې ويل: دغه همغږۍ د امنيتي حالاتو د ښه والي سبب شوي دي او د دغه ولايت ملي اوسيمه ييز پوليس د قانون د واکمنۍ د نافذولو او تطبيق او د ميدان ورد ګو ولايت دخلکو دامنيت دتامينولو په لاره کې له هيڅ راز هلوځلو څخه ډډه نه کوي.
ايزديار د اندرابي فعاليتونه چې د هېواد په څو ولايتونوکې يې دندې ترسره کړې دي؛ وستايل او د ده د غوره خدمتونو په درناوي يې د سنا مجلس د ستاين ليک په ورکولو سربيره د مشرانو جرګې نښان ده ته ورکړ.
0 1 دقیقه لوستل