سیاست

د ايران د اسلامي جمهوريت سفارت د اورانوس هوټل تروريستي پېښه وغندله

کابل باختر د لړم ديرشمه : د ايران د اسلامي جمهوريت سفارت د ١٣٩٧ کال د لړم د مياشتې د نهه ويشتمې نېټې د سه شنبې د ورځې د ماښام هغه تروريستي اقدام چې د کابل ښار په اورانوس هوټل کې د سولې او رحمت د پيغمبر خاتم النبين حضرت محمد مصطفى ( ص) د نېکمرغه ميلاد د نمانځنې په ورځ د لسګونو تنو درنو عالمانو او نورو مسلمانانو د مظلومانه شهادت سبب شو، په کلکه غندي او هغه غير اسلامي او غير انساني اقدام بولي چې د فرقه يي او قومي اختلافونو او يو بل ته د افغانستان د خلکو د بدبينۍ د رامنځته کولو په هدف ترسره شوى دى. دغه سفارت په دې خواشينوونکۍ پېښه کې د افغانستان ملت او دولت ته د ډاډګيرنې د مراتبو په څرګندولو سره خپله همدردي د قربانيانو له کورنيو سره اعلاموي او ټپيانو ته د الله ( ج ) له دربار څخه د سملاسي روغتيا هيله کوي . ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته