قلات باخترد غبرګولي د مياشتې ۷ مه
په زابل ولايت کې د باختر اژانس خبريال انورالله انوري د پوليسو له خوا د دې له امله ووهل شو کله چې انوري غوښتل د امنيتي ځواکونو د خپلمنځي شخړې څخه انځورونه واخلي.
انوري وايي چې پرون مازيګر د زابل په مرکز قلات کې د امنيتي ځواکونو ترمنځ خپلمنځي شخړي انځورونه مې اخيستل چې د دغه ولايت د لومړي حوزې د آمر او پوليسو له خوا په بې رحمانه ډول سره ووهل شوم.
له بلې خوا د زابل والي بسم الله افغانمل باختر اژانس ته وویل چې د بيان ازادۍ ته ژمن دی او هيچاته به اجازه ور نکړي چې د رسنيو له استازو سره بد چلند وکړي.
افغانمل زياته کړه: امنيه قومندان ته یې دنده سپارلې چې د پيښې په اړه څيړنې وکړي.
0 1 دقیقه لوستل