اقتصاد

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست: ډېر ژر به د کورنیو محصولاتو صادرات عادي حالت ته راوګرځي

کابل / د تلې ۵ مه / باختر
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست الحاج نورالدین عزیزي د هېواد له یوشمېر صنعتکارانو او سوداګرو سره وکتل.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې د هېواد سوداګرو او صنعتکارانو خپلې ستونزې او وړاندیزونه د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سرپرست سره شریک کړل او د حل غوښتنه یې وکړه.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدين عزيزي، د ستونزو پر ژر حل ټینګار وکړ او ویې ویل چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت هلې ځلې کوي چې ژر تر ژره د نړۍ نورو هېوادونو ته د کورنیو محصولاتو صادرات خپل عادي حالت ته راوګرځي.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته