امنیت

يوه ځوان هلک په هرات کې ځان وواژه .

کابل باختر د مرغومي يوولسمه :
يوه نږدې نولس کلن ځوان په  هرات ولايت کې ځان زندى کړ.
دخواجه عبدالله انصاري روغتون دمسوولينو دڅرګندولو له مخې، دغه ځوان  درواني ستونزو په دليل  ځان وژلى دى .  دروغتون  مدير محمد رفيق شيرزي  دباختراژانس خبريال ته وويل چې  دغه ځوان  دهرات ولايت دانجيل ولسوالۍ داسحق سليمان د کلي اوسيدونکى و .  دده دڅرګندونو  له مخې، ددغه  ځوان مړى تيرماښام  روغتون ته ليږدول شوى دى .  ده زياته کړه چې ددغه نولس کلن ځوان مړى دعدلي طب له معايناتو وروسته کورنۍ  ته يې سپارل شوى دى .  په همدې حال کې دپوليسو مسوولينو ددغې پيښې  دتاييدولو په ترڅ کې ويلي دي چې ددغې پيښې  اصلي علت ددغه ځوان رواني ستونزې  وې .  په وروستيو  دريو مياشتو کې يوه پنځه پنځوس کلن سړي ،  دوو تنو تنکيو ځوانانوديوې ځوانې نجلۍ په هرات کې ځانونه وژلي دي .  په هرات کې دروان پوهنې متخصص حسين جعفري رواني ستونزې ، داسکينروفرني دوه قطبي  او شخصيت مرزي دافرادو دځان وژنې  په اقدام کې ښکيل بولي او وايي چې  دسم تشخيص او په خپل وخت درواني ستونزو ددرملنې په صورت کې  به دټولنې  دافرادو ترمنځ دټولنيزو ناخوالو او تاوتريخوالي شمير کم شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته