نړۍ

دبلوچستان په ايالت کې چاودنه

 کويټه ډي  ډان باختردزمري دمياشتې  ٢٣ :
دپاکستان په بلوچستان ايالت کې ديو بم دچاودنې له امله دپاکستان يو سرحدي ساتوونکى ووژل شو اويو تن بل ټپي شو.
باخترآژانس دپاکستان دډان ورځپاڼې له خولې خبر راکړ :
دغه بم ريموټ کنترولي و  او هغه وخت وچاوديد  چې  دپوځيانو يوه ليږدونکې واسطه  په خپلې ورځنۍ ګزمه کې شريف آباد چوک له سيمې څخه تيريده .
په دې پيښه کې  دپوځيانو دسپرلۍ موټر ويجاړ شوى او تراوسه پورې  ددغه بريد مسووليت  چاپه غاړه نه دى اخيستى .
دغه پيښه يوه ورځ له هغه وروسته وشوه چې په دغه ايالت کې  دبم دچاودنې له امله يو تن ووژل شو او نهه  تنه نور ټپيان شول .
دپاکستان دبلوچستان ايالت  ياغيانو په دې وروستيو وختو کې په  امنيتي ځواکونو اوپه ملي تاسيساتو  خپلو بريدونو ته  زور  ورکړى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته