امنیت

د هېواد په جنوب کې ٢٢ وسله وال طالبان ووژل شول

قلاتباخترد زمري ١٤ مه
د زابل د شاه جوى ولسوالۍ په مربوطاتوکې ٢٢ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د هېواد په جنوب کې د دويمې پلې لوا قوماندان صفي الله نجرابي د باختر اژانس سيمه ييز خبريال ته وويل، چې له تېرو څو ورځو راهيسې ګډو افغان ځواکونو په شاه جوى ولسوالۍ کې عمليات پيل کړي دي.
سرچينه زياتوي چې په دغو عملياتوکې ٢٢ وسله وال طالبان وژل شوي او زيات شمېر نور يې ټپيان شوي دي.
مسوولين وايي چې ياد عمليات به تر هغو دوام وکړي، څو چې ياده ولسوالۍ په بشپړ ډول د وسله والو طالبانو له شتون څخه نه وي پاکه شوي.
پاىوصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته