امنیت

دوه تنه په کابل کې د وژنې او تېري په اړوند ونيول شول

 کابل / د مرغومي ٢٦ مه/ باختر
د کابل پوليسو دوه کسان د وژنې او تېري په اړوند د شپږمې او اتلسمې حوزو په مربوطاتو کې ونيول.
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: پوليسو يوه مېرمن د خپل ميړه د وژنې په اړوند د شپږمې امنيتي حوزې له فيصل ښارګوټي ونيوله او يو تن بل چې څه موده مخکې يې د غزني په مالستان ولسوالۍ کې پر يوې نجلۍ تېرى کړى و او په کابل کې پټ و؛ د کابل ښار د اتلسمې حوزې په مربوطاتوکې ونيو.
پاى ذ 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته