ټولنه

يوه ښځه په جوزجان ولايت کې ووژل شوه

کابل باختر د غبرګولي دريمه :
په جوزجان ولايت کې يوه ښځه پرون ووژل شوه .
دجوزجان ولايت امنيه قوماندان رحمت الله ترکستاني باختراژانس ته وويل چې درې ديرش کلنه شافعه په شبرغان ښار کې دخپل خوريې له خوا زندى کړى شوې ده .
  ده وويل دغه ښځه  تيرکال دخپل ميړه له خوا  چې دوسله والو طالبانو له ډلې سره يې همکاري  لرله دشبرغان په مرکزي روغتون کې  دځانمرګي بريد ترسره کولو ته  اړه شوې وه .خو ځان يې امنيتي ځواکونو ته تسليم کړ .
  دغه ميرمنې  په دې موده کې  له خپل  خوريې سره  ژوند کاوه  اوپه پاى کې  دهغه له خوا  ووژله شوه .   ده وويل  چې پوليسو  په دې برخه کې خپل تحقيقات  پيل کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته