ټولنه

د بغلان پالنځي په ماشومانو مهرباني وشوه

کابل- باختر د غبرګولي د مياشتې ١٣مه
د بغلان ولايت د کار او ټولنيزو چارو رياست دماشوم دنړيوالې ورځې په مناسبت ماشومانو ته د پيسو او جامو په ورکولو سره پر هغوى مهرباني وکړه.
د بغلان د کار او ټولنيزو چارو رييس سيد صالح صالح دباختر آژانس خبريال ته وويل: په بغلان پالنځي کې ٤٠ تنه يتيم ماشومان شپې سبا کوي او ومو وغوښتل چې هغوى ته د جامو او نغدو پيسو په ورکولو سره د ماشوم د نړيوالې ورځې په مناسبت دوى ته مبارکي وايو.
په هغې غوڼده کې چې په همدې مناسبت په پالنځي کې جوړه شوې وه، دبغلان ولايت د بشري منابعو رييس عبدالجبار مهربان او د دغه ولايت د اطلاعاتو اوفرهنګ رييس  عبدالبشير اظهر دماشومانو د حقوقو په باب خبرې  وکړې اوله شتمنو کسانو او ملي سوداګرو څخه وغوښتل چې د يتيمو ماشومانو د اړتياوو په ورکولو خپل رول ولوبوي .
  ختم_ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته