اقتصاد

د دايکندي د هوايي ډګر دجوړولو کار پيليږي .

کابل باختر د لړم دمياشتې لسمه :
د دايکندي ولايت دنوي هوايي ډګر د جوړولوکار په نږدي راتلونکې کې پيليږي .
د دايکندي والي وايي چې د ترانسپورت او هوايي چلند او دفوايدعامي  وزارتونو ددغې پروژې د کار دپيل لپاره  موافقي ته  رسيدلي دي .
د دايکندي والي عبدالحق شفق باختراژانس ته وويل  : نوى هوايي ډګردترانسپورت  او دهوايي چلند د وزارت له بودجې څخه جوړيږي .
ده  ټينګار وکړ،  چې اوس د ښار جوړولو د وزارت انجنيران دساحې د سروې او څيړنې په خاطر دغه  ولايت ته راغلي دي .
خبرځاى زياته کړه :   دايکندي ولايت دهيواد له امنو ولايتونو څخه شميرل کيږي خو په دې وروستيو کې ديو شمير جنايي پيښو  ډګر و .
ددايکندي والي وويل :   دهوايي او ځمکني ترانسپورت  خدمتونه ددغه ولايت دمرکز او ولسواليو داوسيدونکو له مهموستونزو څخه دي چې  د دغه ولايت دسړکونو دنه جوړولو په دليل  دهغه په لسګونو تنه  اوسيدونکي په ترافيکې پيښو کې  وژل کيږي او د ځمکنې ترانسپورت دستونزو دلرې کولو  لپاره تر اوسه  پورې هيڅ  پروګرام ترلاس لاندې نه دى نيول شوى .
عبدالحق شفق وويل  :  په اطلاعاتو نه  لاسرسي هم  د دغه ولايت دخلکو له محروميتونو څخه دي ځکه اوس دوه خصوصي راديوګاني په نيلي ښار کې فعاليت کوي چې يوازې سيمه ييزي پيښې تر پوښښ لاندې نيسي  او  زياتره اوسيدونکي يې  په  ټلويزيون ، راډيو ، چاپي  رسنيو ، ويب پاڼې  او ورځپاڼو لاسرسى نه لري او له دغو ستونزو څخه ځوريږي .
ددايکندي والي  زياته کړه ،  له شهرستان ولسوالۍ څخه  دمعروف ترغاښي او تناب  په لور دسړک دجوړولوکار به  ډير ژر پيل شي  ځکه ددغه ولايت يوشمير خلک له کلونو کلونو څخه راپ دې خوا ددغه سړک دجوړولوپه  هيله  دي .
دغه سړک به دفوايد عامې د وزارت او ددغه ولايت له خوا جوړ شي .
دغه راز ددايکندي والي په دغه ولايت کې ديوسل بستريز روغتون  دودانۍ دکار دپيل يادونه هم وکړه او زياته يي کړه چې ددغه روغتون کار ډير ژر پيليږي او په پام کې ده چې دغه روغتون په معياري ډول جوړ او په عصري وسايلو سمبال شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته