کابل – باختر دمرغومي دمياشتې ٢٩
دخيبر پښتونخوا ايالت په بنو ښارکې نن سهار دپاکستاني پوځيانو په يوه کاروان دبريد له امله څه نا څه ١٧ تنه ووژل شول .
باختر آژانس دپاکستان دخبري منابعو له خولې خبر راکړ : دغه چاودنه په واټ کې ديو ښخ کړى شوي بم زيږنده وه چې له لرې واټن څخه کنتروليده او د پوځيانو يو کاروان چې له معمول سره سم هره يکشنبه له ګزمې وروسته له شمالي وزيرستان له مرکز ميرامشا د واټ په اوږدوکې له بنو ښار څخه تيريده بريد وکړ چې د ١٧ تنو دوژل کيدو او د ٢٥ تنو د ټپي کيدوسبب شو.
امنيتي ځواکونو ساحه کلابنده کړې ده او د ژغورنې ټيمونه په دې سيمه کې دژغورنې او مرستې عملياتو ته دوام ورکوي.
دپاکستان دخبري منابع دڅرګندونو له مخې ، ښايي ددغه بريد له امله دسر دزيان شمير زيات شي ځکه چاودنه ډيره سخته وه.
0 1 دقیقه لوستل