امنیت

د هېواد په جنوب کې د څو چاودنو مخه ونيول شوه

کابل /دتلې ٢٨مه / باختر
د هېواد په جنوب کې د يولړ چاودنو د ترسره کولو لپاره د طالبانو طرحه ناکامه شوه.
امنيتي حواکونو نن سهار د قندهار، هلمند او روزګان له ګڼ مېشتو لاروڅخه ١٧ بمونه او ماينونه کشف او شنډ کړل.
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې دغه ماينونه او بمونه طالبانو ښخ کړي وو.
هغه وويل چې د دغوبمونو او ماينونو د عاملينو د نيولو لپاره هڅې روانې دي.
ختم – ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته