سیاست

داريانا نيوز مطلب .

کابل باختر د چنګاښ يوولسمه :
اريانا نيوز د ( افغانستان اردو بايددجګړې  دقوانينو  درناوى وکړي )   تر عنوان لاندې يو مطلب خپور کړى دى .
په دې مطلب  کې ليکل شوي  دي چې دامريکا دبشر  دحقوقو په مدافع مرکز کې د اسيا مدير له جمهور رييس غني څخه غوښتي دي چې په دانګ پيلې ډول دهيواد له اردو څخه وغواړي چې دجګړې  دقوانينو رعايتول يو قانوني الزام دى نه  يوسياسي انتخاب .
دملي دفاع وزارت دوياند دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ. ددغې موضوع په اړوند دافغانستان دملي دفاع وزارت په ټينګار سره څرګندوي  چې دافغانستان داسلامي جمهوريت دولت په ټولو نړيوالو کنوانسيونونو په تيره بيا د بشر دحقوقو په کنوانسيون چې لاسليک کړي يې دي په ټولو مفادو يې ژمن دى او په ټولو برخو کې هغه رعايتوي او اجرا کوي يې.
دهمدې اصل له مخې دملي دفاع وزارت او دوسله وال پوځ ستر درستيز دوسله وال پوځ اعلي سرقوماندان دلارښوونو له مخې دنړيوالو وسله والو شخړو   قانون (دجګړي  نړيوال قانون ) دملي اردو په روزنيزو پروګرامونو کې شامل کړى دى او دملي اردو دمنسوبينو له خوا ددغه قانون دمطالباتو  دعملي کولو په خاطر هغه  په دقت سره په پام کې نيولي دي اوحقوقي او کشفي ارګانونه يې موظف کړي دي  چې  دجګړې  په شرايطو او په نورمال حالت کې دهغه درعايتولو څرنګوالي ته پاملرنه وکړي او سرغړونکي يې تر سختې قانوني پوښتنې لاندې ونيسي .
له دې امله دملي دفاع وزارت ، ستردرستيز او دملي اردو ټول منسوبين دجګړې نړيوال قانون ته ډير ژور درناوى لري او دوسله وال پوځ اعلي سرقوماندان او دملګروملتو دسازمان ټولو نړيوالو بنسټونو ته ډاډ ورکوي چې دخپلو دندو په بهير کې دجګړې دنړيوال قانون ټول مطالبات په دقيقه توګه رعايت کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته