امنیت

د حقاني د شبکې يو قوماندان په خوست کې ووژل شو

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٤
د کرنيل په نامه د حقاني د شبکې يو مشهور قوماندان په خوست ولايت کې له امنيتي ځواکونو سره د جګړې په بهيرکې ووژل شو.
دخوست ولايت امنيه قوماندان فيض الله غيرت دباختر آژانس خبريال ته وويل : دغه جګړه په سپيرې ولسوالۍ کې هغه وخت ونښته چې امنيتي ځواکونه د حقاني د شبکې د دغه قوماندان د له منځه وړلو په خاطر کمين نيولى و .
ښاغلي غيرت زياته کړه :کرنيل د خوست ولايت د دومزه د ولسوالۍ اوسيدونکى و او په ډار اچوونکو پيښوکې يې لاس درلود.
ويل کيږي چې په دې جګړه کې دحقاني شبکې دوه تنه نور غړي ټپيان او يو تن بل نيول شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته