نړۍ

عربستان له ايران سره د کړکيچ حل غواړي

دويچه ويله/ د غويي د مياشتې ٢٩مه
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر له ایران سره د سولې پر ارادې ټینګار            کړی دی.   
د سعودي باچا سلمان په مکه کې یوه غونډه هم رابللې ده. د عربستان پر کښتۍ او پایپ لاین باندې شويو بریدونو ښایي ریاض هم د وضعیت جدي والي ته متوجه کړی وي.
له ایران سره د کړکیچ په ترڅ کې سعودي عربستان روښانه کړې ده چې په سیمه کې د یوې جګړې مخنیوی غواړي.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرعادل الجبیرویلي دي چې ریاض هیڅ کومه جګړه نه غواړي، نه د جګړې په لټه کې دی او دهغې دمخنیوي لپاره به ټول ممکنه چارې تر سره کړي. 
خو هغه په عین وخت کې ویلي دي چې هېواد یې په ټول شدت او هوډ سره غبرګون ښودلو ته چمتو دی.
د الجبیر په خبره اوس توپ په اصطلاح د تهران لوري مخې ته پروت دی.
پاى ذکرالله

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته