اقتصاد

ټولګټو چارو وزارت: اوکرایني شرکتونه د ريل پټلۍ په برخه کې همکارۍ ته چمتو او هيله من دي

کابل / د سلواغې ۱۴ مه / باختر
د ټولگټو وزارت مالي او اداري معين ملا بخت الرحمن شرافت، د تخنيکي معينيت سرپرست سید ادریس میر او د افغانستان ريل پټلۍ ادارې تخنيکي مرستیال انجنیر عبدالباري صدیقي له شول ایک او ورسره د اوکراین د رېل پټلۍ خصوصي کمپنيو له تخنیکي ټيم سره وکتل.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې د ټولگټو وزارت مالي او اداري مرستيال د افغانستان ريل پټلۍ ادارې د حيرتان، آقينې او تورغونډۍ بندرونو د فعاليتونو او نورو اړوندو چارو په اړه مالومات وړاندې کړل او د اوکراين ريل پټلۍ د خصوصي شرکتونو علاقمندي او د افغانستان ريل پټلۍ له ادارې سره پر تخنيکي همکارۍ یې خوښي څرگنده کړه.
هغه زياته کړه چې په سيمه کې د پانګونې او انکشاف لپاره شرایط برابر او د ریل پټلۍ په اړه د هيواد په کچه ټوله زمينه برابره ده.
په همدې حال کې اوکرایني پلاوي ډاډ ورکړ، چې هڅه به کوي چې په گډه د ريل پټلۍ لينونو، لارو، او بندرونو رغولو، د تاسیساتو او تجهیزاتو برابرولو په برخو کې يو له بل سره د نظرونو او وړاندیزونو تبادله وکړي او د ستونزو او ننگونو مخنيوی او د فعاليتونو د انکشاف زمينه برابره کړي.
په دې کتنه کې دواړو خواوو له حيرتان بندر څخه د تجارتي مالونو په انتقال او د ریل پټلۍ ادارې د مسلکي انجينيرانو د ظرفيت لوړولو ، د حيرتان_مزار شریف مسیر څار او ساتنې، د ورکشاپونو جوړولو او د لوکوموتیف ( ريلي ماشین) رغولو او نورو د ريل پټلۍ اړوند همکاريو په اړه خبرې وکړې.
شول‌ ایک د افغانستان ريل پټلۍ په برخه کې پانګونې ته چمتووالی وښود او زیاته یې کړه چې غواړي د افغانستان له اسلامي امارت سره همکاري وکړي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته