ټولنه

د دوشي- بامیان د برښنا د لیږد شبکې تخنیکي ارزونه سرته ورسیده

کابل  باختر د وږي شلمه :
د افغانستان برښنا شرکت او د فشنر کمپنۍ د کارکوونکو ځانګړی ټیم چې د روان کال د وږي په دیارلسمه د تخنیکي ارزونې لپاره سیمې ته استول شوی وو، د دوشي- بامیان د مسیر، د بامیانو برښناکوټ د ټاکل شوي ځای او بامیانو د برښنا د ویش شبکې تر پوښښ لاندې سیمو تخنیکي او ټولنیزه سروې سرته ورسوله.
د ارزونې په لړ کې د احصائيي، کرنې،اوبو لګولو چاپیریال ساتنې، اطلاعاتو او فرهنګ ادارو، د کلیو د پراختیا او بیا رغونې ریاست، د ملګرو ملتونو د بشر میشتیدنې دفتر(UN-Habitat)، د ښاروالې او ښار جوړونې ادارو استازو د پروژې اړوند د هغوی د پرمختیايي او تفصیلي پلانونو په اړه معلومات را ټول کړل.
همدارنګه هغه لرغونې سیمې چې د یونسکو له خوا ښار جوړونه پکې منع اعلان شوې ده، وپیژندل شوې او هغه کورونه چې د لوړ ولتاژ د مزي په مسیر کې پرتې دي تشخیص او د برښنا ویش شبکې تر پوښښ لاندې ټول کلي سروي شول.
دغه  تخنیکي ټيم په یوه اوونۍ کې ( د وږي له ۱۳-۱۹مې) د شبکې د مزي د غځولو مسیر او تر پوښښ لاندې کلي لکه د شهیدان کلی، اقرباط، سرخدر، خم کلک ها، د بابا ښارګوټی، سرخ قول ها، سنگ چسپان، کلال ها، تی بتی، د زرگران او جګره خیل پاتې سیمې، د عیسی خان دښته، فولادي ها، چپ دره، د سادات دره، قاضان، دکاني، لاله خیل، ککرک، سوماره، میرهاشم، د تاجک کلی، قافله باشي، شین تپه، ملایان، فاطمستي، د گنبدک ښارګوټی، د مهاجرینو ښارګوټی، حیدرآباد، سیدآباد، دره خشکک، اخشي، گنبد، جوزاری، خولنکاش، علی بیگ او خواجه روشنایی کلي وارزول.
د یادې پروژي ټولییزه مشورتي څانګه چې د داوطلبۍ د اسنادو چمتو کول او د برښناد ویش شبکې او مزي د مسیر ټاکلو وروستی ډیزاین، د فشنر کمپنۍ په غاړه ده چې څه باندې شپږ ملیونه ډالره ارزښت لري او د آسیا د پرمختیايي بانک لخوا تمویلیږي.
په بامیانو کې د ۳۲ میګاواټو په ظرفیت د برښناکوټ جوړول، د دوشي برښناکوټ د ظرفیت لوړول او د بامیان ولایت لپاره نوې د برښنا د ویش شبکه جوړول په دغه پروژه کې شامل دي، چې له دوشي ولسوالۍ به  ۳۰۰ میګاواټه د برښنا انرژي د بامیانو مرکز ته ولیږدول شي.
ټاکل شوې چې یاده پروژه تر ۱۳۹۸ لمریز کال پوري بشپړه او په لومړي پړاو کې تر شلو زرو ډیرو کورنیو ته معیاری او په ارزانه بیه برښنا وړاندې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته