سیاست

ډاکتر عبدالله عبدالله: دچين او تاجکستان له بازارونو سره دافغانستان دپيوستون لپاره هلې ځلې کوو .

کابل باختر د ثور ٢٦:
دملي وحدت دحکومت اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله پرون دوزيرانو شورا په غونډه کې وويل: دبهارک، اشکاشم دواټ په جوړولو سره ، په هېواد کې د وريښمو دلارې دجوړولولپاره  زمينه برابريږي .
د باختراژانس دخبر له مخې. په دې غونډه کې ډاکتر عبدالله وويل: دبهارک اشکاشم  دواټ دجوړولو موخه له يوې نږدې لارې څخه  دچين اوتاجکستان بازارونو  ته دافغانستان رسيدل دي  او هم يې ټينګار وکړ چې دچابهار  بندر دموافقه ليک دعملي کولو لپاره حکومت هڅه او هاند لري چې لازم پروګرامونه طرحه کړي .
د ١٠٨ کيلومترو په اوږدووالي دبهارک – اشکاشک واټ به دبدخشان  په ولايت کې جوړ شي .
داکتر عبدالله زياته کړه: داشکاشم  واټ دچين او تاجکستان بازارونو ته دافغانستان درسيدلو په موخه  لازم ارزښت لري اوموږ هلې ځلې کوو چې په دې برخه کې  کارچټک کړو .
يوشمير اقتصادي کارپوهان په دې اړوند وايي حکومت بايد دچابهار بندر دکارولو لپاره زياتې هلې ځلې وکړي .
دغه راز دکابينې په دې غونډه کې دماليې وزارت ، پر زابل ولايت کې ديوه ګمرک  دجوړولو لپاره هم پيشنهاد وکړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته