امنیت

په افغانستان کې دامريکائي ځواکونو قوماندان : داعش په شمال کې ماتې خوړلې ده

کابل باختر دوري دمياشتې ٤ نيټه :
په افغانستان کې دامريکايي ځواکونو قوماندان وايي چې د داعش ډلې  دافغانستان په شمال کې  ماتې خوړلې ده.
جنرال نيکلسن دافغانستان په شمال کې دداعش  په سنګرونو دوروستيو مرګانيو بريدونو ته په اشارې سره وايي؛ دغې ډلې له پوځيانو سره  دمخامخې جګړې توان له لاسه ورکړى دى.
دهيوادپه ختيځ او شمال کې دداعش په سنګرونو د مرګانيو بريدونو ترڅنګ  ،دغې ډلې خپل بريدونه د هېواد په نورو برخو له  هغه جملې څخه په پايتخت کې  په ملکي وګړو  زيات کړي دي .
په هېواد کې دامريکايي ځواکونو قوماندان  وايي  چې  دداعش دخراسان څانګه  زياتره غړي پاکستانيان دي  اودغه ډاراچوونکي  دافغانستان په بيلابيلو سيمو کې په خونړيو بريدونو لاس پورې کوي .
په افغانستان کې دامريکايي ځواکونو د قوماندانۍ  په  هغې خبرپاڼه کې چې ددغې قوماندانۍ له خواخپره شوې ده  ،دهېواد په شمال کې   دداعش دجګپوړو قوماندانانو  وژل کيدو ته  په اشارې سره  ويلي دي   افغان ځواکونوخطاب آقا چې په جوزجان ولايت کې دداعش دتروريستي  ډلې  دفعاليتونو تنظيموونکى  و، نيولى او له هغه وروسته امريکايي ځواکونو دهغه ځاى ناستې عميروابوسميه يې په سرپل کې په هوايي بريد کې وواژه.
په دې خبرپاڼه کې دجان نيکلسن له خولې ويل شوي دي  چې داعش په شمال کې
ماتې خوړلې ده.
ده دغه راز ويلي دي  چې افغان اوامريکايي ځواکونه  د افغانستان په هر ځاى کې  دداعشيانو په لټه کې دي.
پاى  ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته