امنیت

دملي امنيت ويندوى: په کابل سرينا د بريد تر شاه د سيمې استخبارات لاس لري

کابل باختر  دوري  پنځمه :
دملي امنيت د لوى رياست ويندوى لطف الله مشعل په کابل سرينا بريد دپاکستان د استخباراتو کار وباله او ويې ويل چې په تيرو يوولسو مياشتوکې وسله والو يرغلګرو دولس ځلې غوښتل په کابل سرينا بريد وکړي؛ خو دغه ټولې دسيسې  شنډې شوې.
د باخترآژانس دخبر له مخې: لطف الله مشعل چې نن يې د خبريالانو په وړاندې  خبرې کولې زياته کړه چې له دغه بريدڅخه دوه ويشت ورځې مخکې وسله والو مخالفينو غوښتل چې د افغان تجارتي مرکز په ودانۍ کې نفوذ وکړي او له سپکو او درندو وسلو څخه په استفادې سره په کابل سرينا بريد وکړي چې هدف ته ونه رسيدل.
د مشعل دڅرګندونو له مخې: ددغه بريدطرحه په خپل ډول کې نوې وه؛ څلورو تنو وسله والوکسانو پچس ډوله تومانچې په بوټانوکې ځاى پرځاى کړې وې او په هر بوټ کې د تومانچې اتيا ګولۍ هم وې.
د ده دڅرګندونو له مخې: دغه  پلان په مستقيمه توګه د سيمې د استخباراتو له خوا  طرحه شوى دى. هغه څه چې دملي امنيت شورا هم  په خپلې وروستۍ غونډه کې طرحه کړي دي  .
مشعل وويل: هغه نور موارد چې کولى شي ګومان په يقين بدل کړي؛ دا دي چې دپاکستان د سفارت يو غړى هره ورځ د سرينا ورزشي کلپ ته راته او يوه اوونۍ مخکې يې خپل قرارداد فسخه کړه او په کابل سرينا د بريدپه ورځ آن د هوټل  پاکستاني کارکوونکي هم حاضر و.
مشعل دغه راز وويل چې يو شمېر پاکستاني ډيپلوماتان هرماښام له پنځو بجو څخه تر شپږو بجو پورې سرينا ته راتلل ډوډۍ او چاى يې خوړل؛ خو د بريد په ورځ هغوى هم هوټل ته نه و راغلي.
د مشعل دڅرګندونو له مخې: دا ټول په دې دلالت کوي چې بريد د سيمې د استخباراتو د ګوډاګيانوله خوا ترسره شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته