امنیت

څلورتنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر دلړم شپږ ويشتمه :
څلورتنه وسله وال طالبان پرون په غور ولايت کې له پوليسو سره په نښته کې ووژل شول او درې تنه نوريې ټپيان شول.
دغور ولايت امنيه قوماندان سمونوال دلاورشاه دلاورباخترآژانس ته وويل: يوې ډلې طالبانوپرون د غور ولايت د چارسدې په ولسوالۍکې د پوليسو په يوې امنيتي پوستې بريد وکړ چې د پوليسو له سخت مقاومت سره مخامخ شول .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: په دې نښته کې څلورتنه طالبان ووژل شول او درې تنه نوريې ټپيان شول.
دلاور شاه دلاور زياته کړه: دطالبانو مړي تراوسه پورې هم دجګړې په ډګرکې پاتې دي او د دغې نښته په بهيرکې يوه اندازه وسلې او يو موټرسايکل هم دپوليسو دځواکونو لاس ته ورغلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته