ورزش

د ځوانانو د فوټسال سياليو په هرات کې دوام وکړ

کابل – باختر د تلې دمياشتې يوولسمه
په هرات کې د ځوانانو د فوټسال سياليو پرون مازيګر په څلورو لوبو سره دوام وموند.
د هرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا د باختر آژانس ته وويل: په دغو سياليوکې د فجر ټيم د دوو په وړاندې په څلورو سره د اميد ميوند ټيم ته ماتې ورکړه، د ميوند ټيم د څلورو په وړاندې په اوو سره د ميلاد ټيم ته ، د رازي ټيم د دريو په وړاندې په لسو سره د سرخ پوشانو په ټيم بريالى شو او د نوايي ټيم د صفر په وړاندې په دريو سره د باختر په ټيم بريالى شو.
د ځوانانو د فوټسال سيالۍ د اته ويشتو ټيمونو ترمنځ په هرات کې پيل شوې دي او نن د پيمان ټيم د شهيد نقيب له ټيم سره او د نهضت ټيم د انصاري له ټيم سره لوبې کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته