ټولنه

په هرات کې لسګونه تنه ځوانان په حرفوي کورسونو کې شامل شول.

 

کابل  باختردلړم دمياشتې ١٩ :

يوسلو شلو تنو ځوانانو ته دفني اوحرفوي زده کړو پروګرام پرون  دشهيدانو ،. معلولينو ، کار اوټولنيزو چارو  دوزيرې آمنې افضلي په وړاندې پيل شو .په دې پروژه کې ټاکل شوې ده دغه وزګار اوبيوزلي ځوانان په راتلوونکو شپږو مياشتو کې  دکار بيلابيلې حرفې په ستندرد ډول زده کړي .

دکاراوټولنيزوچارو رياست مسوولين ددغې طرحې لګښت دوه شپيته زره ډالره اعلام کړى  او وايي چې ددې دورې په پاى ته رسيدوسره برخه والو ته په وړياډول دکار وسايل ورکول کيږي .

آمنې افضلي له باختراژانس سره په خبرو کې هيله وکړه چې ددغې دورې برخه وال  وکولاي شي دفني او حرفوي  مهارتونو په زده کړې سره دټولنې په  اقتصادي وده کې رول ولري .

دغه راز دکار اوټولنيزو چارو وزيرې ميرمن آمنې افضلي دهرات  دوالي له مرستيال  اصيل الدين جامي سره  دزيانمنونکو ماشومانو  دساتنې دمرکز ودانۍ دجوړولو پروژه هم وکتله .

دغه  مرکز په يو پوړ کې په پاخه او اساسي ډول د  پي آر  ټي دټيم  په مالي همکاري  دګازرګا ددښتې په ساحه کې  جوړيږي.

دغه راز دشهيدانو ، معلولينو کاراوټولنيزو چارو وزيرې  دپيرهرات دخيريه مرکز دکتنې په بهيرکې  ددغه مرکز دستونزو  دلري کولو په خاطر يې دهمکاري ژمنه وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته