سیاست

دترکيې سفير مخه ښه وکړه .

کابل باختر د مرغومي نهمه :
دبهرنيو چارو وزارت سرپرست په کابل کې دترکيې جمهوريت له سفير اسمعيل  ارامز سره دمخه ښې کتنه وکړه .
دبهرنيو چارو وزارت دويندوى دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ په دې کتنه کې  دبهرنيو چارو وزارت سرپرست په تيرو کلونوکې دافغانستان په  بيا جوړلو کې ددوست هيواد ترکيې دمرستو اوهمکاريو ، دښاغلي ارامز دصادقانه او صميمانه هلوځلو ، دسولې اوثبات په تامينولو کې دترکيې جمهوريت د ډير اغيزمن رول  او دسولې په باب په مهموغونډو کې دترکيې   دکارنده سياسي ونډې اخستنې  او له افغانستان سره داقتصادي  اوسياسي همکاريو دپياوړتيا په کار کې ددغه هيواد دهڅو او هاند له امله مننه وکړه .
  په دې کتنه کې په کابل کې دهغه پوهنتون دجوړولو چې کابل ته دترکيې  دجمهور رييس په سفر کې ورباندې تصميم ونيول شواوپه کابل کې داتاترک اودعلي اباد روغتونونو دسمبالولو په باب  هم خبرې وشوې  او دهغو يو دپاسه پنځه سوه تنو محصلانو لپاره دليليې دستونزې چې په ٢٠١٥ کال کې  دغه هيواد ته ځي هم يادونه وشوه .
دغه راز دترکيې سفير ارامز دخپل متبوع هيواد او دافغانستان داسلامي جمهوريت ترمنځ دورور ګلويزو اړيکو په اهميت باندې ټينګار وکړ او زياته يې کړه چې دترکيې جمهوريت  تل افغانستان خپل ښه دوست بللى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته