کابل باختر د ليندۍ نولسمه
د نشه يي توکو په لسګونو تنه پلورونکي چې د زابل ولايت د مرکز قلات ښار په کوڅو او بازارونو کې د نشه يي توکو په پلورنې بوخت وو، پرون د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې پوليسو له خوا ونيول شول .
د زابل امنيه قوماندان محمدمصطفی مايار د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې مديريت منسوبينو وکولاى شول چې دغه قاچاق وړونکي د نشه يي توکو د پلورنې په وخت کې ونيسي .
ده وويل چې له دغوقاچاق وړونکوڅخه ۱۷ کيلوګرامه نشه يي توکي هم ترلاسه شوي او له دوى څخه د پوليسو څېړنه دوام لري .
ختم+_ عطاالله_اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ