ټولنه

دخوست ولایت دعامه کتابتون سره د ۲۰۰ توکو بېلابېلوکتابونومرسته وشوه

کابل- باختر د سلواغې د مياشتې ٢مه
دخوست ولایت یوتن با احساسه ځوان لاهورخان منګل دخوست ولایت داطلاعاتواوفرهنګ ریاست دعامه کتابتون سره د ۲۰۰ توکو کتابونو مرسته وکړه.لاهورخان منګل وویل،چې دوطني احساس له مخې يې وغوښتل چې په خپل شخصي لګښت دعامه کتابتون له پاره ۲۰۰ توکي کتابونه واخلي اودغه کتابتون ته يې وسپارې.ده وویل،چې دعامه فکرونو جوړول هغه وخت رامنځ ته کیدای شي،چې په ټولنه کې دعلم کچه لوړه شي.منګل وايي نو له همدې امله ده وپتیله چې د خوست له عامه کتابتون سره مرسته وکړي.ترڅو د مطالعې میناوال و کړای شي،چې په ازادانه ډول د کتاب مطالعې ته لاس رسۍ ولري. ښاغلي منګل وويل، چې دغه راز به د علمي او روزنيزو مرکزونو د بډاينې لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
((زما په خپل باورتولنه جوړول،دعامه اذهان دپرمختګ په لوري رهبري کول.په هغه وخت کې امکان لري چې دعلم کچه لوړه وي.دعلم کچه معلومات په شتون کې لوړیږي.چې مطالعه کول يې ښه پیل دی.)) 
لاهور خان د سي ای اې په نوم یو ژباړل شوی اثر هم لري چې له نن څخه څلور کاله وړاندې ژباړل شوې ده او د افغانستان ورستني بدلونه چې د امریکې په رهبري رامنځه شول، پکې څیړل شوي دي .    
د خوست ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست رييس محمدزمان نظري له لارهورخان منګل څخه مننه وکړه چې د اطلاعاتو اوفرهنګ ریاست دعامه کتابتون سره يې دبېلابېلو کتابونو مرسته وکړه.نظري له هنر او فرهنګ دوسته کسانوڅخه  وغوښتل چې لاسونه ورسره ورکړي او د ټولنې په فرهنګي بډاينې او د پوهې دکچې د لوړولو په لاره کې هلې ځلې وکړي.
د اطلاعاتو اوفرهنګ سرپرست رييس د دغو کتابونو د تسليمېدو پر مهال وويل، چې په دغو کتابونو کې علمي، تاريخي، سياسي،طبي، او ادبي کتابونه شامل دي.
((له لاهورخان منګل څخه مننه کوم،چې نن ورځ يې ۲۰۰ توکي کتابونه دخوست عامه کتابتون ته وسپارل.چې زموږ دپوهنتون محصلین،دښوونځیو زده کوونکو ،دمطالعې مینوالوډیر شمیرستونزې به راکمې کړي.ځکه چې په دې کتابونوکې ګټورکتابونه شامل دي.))
دا مهال دخوست ولایت په عامه کتابتون کې زره ګونه توکي کتابونه شته چې دمطالعې مینوالوتنده يې ترډیربریده ماته کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته