امنیت

يو سلو شپږ پنځوس تنه ملي او سيمه ييز پوليسان د بغلان له تعليمي مرکزڅخه فارغ شول

کابل – باختر د کب دمياشتې ٢٩
١٥٦تنه ملي او سيمه ييز پوليسان نن د بغلان ولايت د امنيې قوماندانۍ له تعليمي مرکز څخه فارغ شول.
د بغلان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عوض محمد نظيري د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغو سرتيرو چې ٤٠ تنه يې سيمه ييز پوليسان دي؛ په پنځه څلويښت ورځنى روزنيز دوره کې مسلکي زده کړې کړې دي .
نظيري زياته کړه: سيمه ييز پوليسان له فراغت وروسته د دغه ولايت د دوشي ولسوالۍ په مربوطاتوکې ګومارل کيږي او ملي پوليس چې له دغه روزنيز مرکز څخه فارغ شوي دي؛ د دغه ولايت په نورو لسواليوکې دملي پوليسو په ليکو کې په خدمت ګومارل کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته