کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٨
په جوزجان ولايت کې نن دولس کيلوګرامه چاويدونکي توکې کشف او شنډ کړی شول.
دجوزجان ولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتو آمر څارمن احمد فريد عزيز د باختر آژانس خبريال ته وويل: دولس کيلوګرامه چاويدونکي توکي چې په ماهرانه ډول په يو موټر سايکل کې ځاى پرځاى شوي و او د ريموټ کنترول په واسطه اداره کيدل؛ دفيض آباد په ولسوالۍ کې د پوليسو له خوا کشف او شنډ کړی شول.
خبرځاى زياته کړه: د دغې پيښې په اړوند څوک نه دى نيول شوى او قضيه د پوليسو تر څارنې لاندې ده.
0 د یوې دقیقې څخه لږ