سیاست

دولسي جرګې دويم نايب انتخاب نه شو .

کابل باختر  دسلواغي پنځمه

  ولسي جرګې نن هم ونه کړاي شول چې ددغې  جرګې دويم نايب  انتخاب کړي .

 دباختر داطلاعاتي اژانس دخبر له مخې، دولسي جرګې  په غونډه کې  چې ددغې جرګې درييس عبدالروف  ابراهيمي په مشرۍ جوړه شوه ددغې جرګې  ددويم نايب دټاکنې په خاطر انتخابات وشول .

  ددغه پست دترلاسه کولو لپاره په لومړي پړاو کې ډاکتر  صالح سلجوقي ،  فاروق مجروح ،  شاه ګل رضايي او احمد شاه رمضان  سيالي وکړه چې هيڅ يوونه کړاي شو مناسبې رايې ترلاسه کړي .

 دانتخاباتو په دويم پړاو کې  شاه ګل رضايي او احمد شاه رمضان  چې په لومړي پړاوکې يې زياتې رايې  ګټلي وې سيالي وکړه چې دويم پړاو هم بي نتيجې  پاى ته ورسيد ځکه دغو دوو تنو کانديدانو مناسبې رايې ترلاسه نه کړي .

  دانتخاباتو  په دويم پړاوکې چې دشنبې په ورځ کيږي بيا هم شاه ګل  رضايي او احمد شاه رمضان سيالي کوي .

 په همدې حال کې همايون دولسي جرګې ددفاعي او ځمکني بشپړتيا دکميسيون رييس  په توګه ، امير خان دملي اقتصاد دکميسيون درييس په توګه ،  شريف الله دوکيلانو دمصوونيت او امتيازونو دکميسيون درييس په توګه او ميرمن کوفي  دښځو دچارو او دمدني ټولنې دکميسيون درييسې په توګه  انتخاب شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته