سیاست

د مشرانوجرګې د رئیس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ د دې جرګې په نننۍ فوق العاده غونډه کې محمد علم ایزدیار د مجلس د لومړي نایب ،محمد اکبر ستانکزی د دویم نایب، مولوي عبدالله قرلق منشي او ډاکټر محمد فیصل سمیع د نایب منشي په توګه انتخاب شول.

کابل د کب ١٧ مه باختر
د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا د ملي شورا د تقنینی اوولسمې دورې د دویم کال تر پرانیستې وروسته ، د اجندا سره سم د مشرانوجرګې فوق العاده ناسته جوړه او په کې په سري او علني توګه د اداري پلاوي غړي او د یوولس ګونو کمېسیونو مشرتابه و ټاکل شول.
د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې د مشرانوجرګې رئیس فضل هادي مسلم یار، د ملي یووالي شهید د پنځه ویشتمې کلیزې مراسمو کې پرونی برېد وحشیانه وباله  او د دې پېښې شهیدانو او د شهید روح الله بابا په ګډون یې د ټولو شهیدانو روحونو ته د دعا ترڅنګ  هیله و کړه چې په دې جګړه ځپلې هېواد کې رښتینې او باعزته سوله ټینګه شي.
غونډه کې د مشرانوجرګې د کورنیو دندو د اصولو سره سم د مجلس دوو ځوانو غړو ډاکټر انار کلي هنریار او عبداللطیف نهضت یار د لنډمهاله منشیانو په صفت د ټاکنو بهیر ترسره کاوه.
ناسته کې د پنجشیر سناتور محمدعلم ایزدیار د لومړي نایب، د کندز سناتور مولوي عبدالله قرلق د منشي او د بغلان سناتور ډاکټر محمد فیصل سمیع چې مخکې هم په یادو پوستونو کې وو د د رایو په اتفاق یوځل بیا د سناتورانو له خوا وټاکل شول.
خو د جرګې د دویم نیابت دڅوکۍ لپاره چې سناتور محمد اکبر ستانکزی او سناتور ډاکټر محمد آصف صدیقي کاندیدان وو، انتصابي سناتور محمد اکبر ستانکزی د ۶۶ رایو څخه د ۴۵ رایو په ترلاسه کولو سره د دوېم نایب په توګه انتخاب شو.
بله برخه کې ډاکټر زلمي زابلي د شکایتونو د اورېدو کمېسیون د رئيس، ګل احمد اعظمي د مرستیال او قیس وکیلی د یاد کمېسیون د منشي په توګه، عبداللطیف نهضت یار د دیني، فرهنګي، پوهنې او لوړو زدکړو چارو د کمېسیون د رئيس، آمنه افضلي د مرستیالې او مینا شیرزاد دیاد کمېسیون دمنشي په توګه، لطف الله بابا د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسیون د رئیس، محمد رحیم حسنیار د مرستیال او نواز شریف حیات ددې کمیسیون د منشي په توګه، ګلالۍ اکبري د  ښځو چارو او مدني ټولنې د کمېسیون د مشرې، سهیلا شریفی د مرستیالې او فرحناز پامیري د منشی په توګه، مولوي غلام محی الدین منصف د تقنیني، عدلي او قضایی چارو د کمېسیون د رئيس، مولوي عطاالله لودین د مرستیال او ګلمرۍ لغمانۍ د کمېسیون د منشي په توګه، قاري میرحاتم تره خېل د ولایتي شوراګانو، خوندیتوب او امتیازونو کمېسیون د رئيس، رحمت الله اڅکزی د مرستیال او فوزیه سادات څمکنۍ د منشي په توګه، ډاکټر محمدآجان منګل د قومونو، قبایلو، سرحدونو ، کوچیانو، معلولینو او دشهیدانو دپاتې کسانو دکمېسیون  د مشر، شاه بي بي کاموي د مرستیالې او ملیحه جامي د منشي په توګه ، انجنیر حسیب الله کلیمزی د نړیوالو چارو کمېسیون د رئيس، سید صفی الله هاشمی د مرستیال او ډاکټره انار کلي هنریار د کمېسیون د منشي په توګه د رایو په اتفاق سره غوره شول.
همدارنګه ناسته کې محمد نادر بلوچ د عامه هوساینې او چاپېریال ساتنې کمېسیون د رئیس او عبدالقادر نورزی د مرستیال په صفت ، محمدهاشم الکوزی د کورني امنیت او دفاعي چارو د کمېسیون دمشر، محمد افضل شامل د مرستیال او محمود خاکریزوال د دې کمېسیون د منشي په توګه او هم مولوي عبدالوهاب عرفان د ملي اقتصاد، مالي او بودجې کمېسیون د رییس، صالحه مهرزاد د مرستیالې او محمد انور باشلیق د منشي په صفت په آزادو او سري  ټاکنو کې  وټاکل شول.
پاىع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته