کابل باختر د وري شپږ ويشتمه :
د سلما بند له اوبو څخه په مساويانه ډول د بزګرانو داستفادې لپاره هلې ځلې نتيجې ته ورسيدې او تصميم ونيول شو چې له دې وروسته په ثانيه کې اتيا مکعب متره اوبه له سلما بند څخه خوشې شي .
د هريرود مرغاب د دريايي حوزې د مسوولينو د څرګندونوله مخې ، هغه شخړې چې د هريرود سيند په تګلوري کې د بزګرانو ترمنځ د اوبو پرسر رامنځته شوې وه ، دپرله پسې غونډو له امله چې دکميسيون د وروستۍ پريکړې له مخې د هرات د والي محمد اصف رحيمي په مشرۍ او د هريرود مرغاب د دريايي حوزې د مسوولينو ، د خلکو د استازو او د سيمه يېزې ادارې د مسوولينو په ګډون د هريرود سيند داوبو له عادلانه وېش څخه څارنه وکړي .
دغه راز پريکړه وشوه چې په ثانيه کې داتيا مکعب مترو په ظرفيت د سلما بند اوبه خوشې شي او له دغو اوبو څخه د چشت شريف ، پښتون زرغون او اوبې د ولسواليو په سلو کې ديرش ونډه او نورې نورو ولسواليو ته ځانګړې شي .
ختم_ ج _ اکرم
1 1 دقیقه لوستل