ورزش

د هېواد په جنوب کې د کرکټ لوبغالى جوړېږي

قندهار د کب ٢٢ مه باختر
د قندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې د شهيد سترپاسوال عبدالرازق په نوم د کرکټ لوبغالى جوړېږي.
دغه لوبغالی د ولایتي ادارې او ځوانانو د پرله پسي غوښتنو وروسته د کرکټ بورډ ادارې له لورې د سپین بولدک ولسوالۍ د کڅۍ سړک ته څېرمه په ۳۰ جریبه ځمکه کې منظور او په معیاري ډول جوړیږي.
د قندهار والي حيات الله حيات د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل: هڅې کوي چې په دغه لوبغالي کې د ورزش مينوالو ته نورې استانتياوې هم برابرې کړې.
پاىوصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته