امنیت

عاجل خبر: دملي امنيت درې تنه کارکوونکي په غزني کې ټپيان شول .

کابل باختر دوري اوومه :
په غزني ښار کې  ددوو پرله پسې چاودنو له امله  دملي امنيت درې  تنه کارکوونکي تپيان شول .
دغه چاودنې نن سهار داتو بجو په شاوخوا کې  دغزني ښار په مسعود چوک کې  دملي امنيت دځواکونو  دپلټنې يوې سيمې ته څيرمه  شوي دي .
  درارسيدلو خبرونو له مخې ، بمونه  ددغه چوک په ګلدان کې  ځاى پرځاى شوي و او ټيک  هغه وخت وچول شول  چې دملي امنيت  ځواکونه  دموټرونو په لټونې  بوخت و ،
  دغزني ولايت  دامنيې قوماندانۍ  دامنيت آمر اسد الله  انصافي دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دغو پرله پسي چاودنو کې دملي امنيت درې تنه کارکوونکي  ټپيان شوي دي .
ده وويل  چې امنيتي ځواکونو ددغې پيښې  دعاملينو  دنيولو لپاره  پلټنې  پيل کړي دي .
  په همدې حال کې  دغزني  په ښار کې د يو روغتيايي مرکز ډاکترانو په دغو چاودنوکې  ديو ټپي کارکوونکي  روغتيايي حالت  خراب بللى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته