کابل باختر دوږي شپږ ويشتمه :
وسله والو طالبانو دفراه ولايت په بالابلوک ولسوالۍ کې ديوجومات ملا امام وواژه .
په فراه ولايت کې سيمه ئيز مقامات وايي دبالابلوک ولسوالۍ ديوجومات ملا امام غلام فاروق چې دسهار دلمانځه له اداکولو وروسته خپل کور ته روان و ، لومړى په طالبانو پورې اړوندو کسانو له خوا وتښتول شو او وروسته ووژل شو .
يوه اړونده خبرځاى وويل ددغې پيښې عاملين تراوسه پورې نه دى نيول شوى او دپيښې دعاملينو دموندلو په مقصد دپلټنې عمليات پيل شوي دي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ