سیاست

جمهورريیس غني د امنیتي او دفاعي ځواکونو امنیتي پلان، عملیات او همغږي وستایله

کابل/ د ليندۍ ١٦مه /باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت دجمهورريیس او د وسله وال پوځ د اعلی سرقومندان محمد اشرف غني په مشرۍ نن له غرمې مخکې د امنیتي او دفاعي بنسټونو د رهبرۍ غونډه په ارګ کې، جوړه  شوه.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې چې د ملي امنیت سلاکار ډاکټرحمدالله محب هم حضور درلود، د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد د روانو عملیاتو، عملیاتي پلانونو او د وزارت د امنیتي برنامو په اړه جمهورريیس ته د معلوماتو ورکولو پرمهال وویل: په ژمي کې د عملیاتو زیاتول، د لویو لارو او د نا امنه ولسوالیو د امنیت تامین د دغه وزارت په کاري لومړیتوبونوکې دي.
اسدالله خالد وویل: د هېواد په شمال ختیځ، ختیځ، جنوب او شمال کې وروستيو عملیاتو مثبته پایله ورکړې ده او په ځانګړي ډول په ختیځ کې د داعش پر ضد د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو په پایله کې د یادې ډلې لسګونه کسان د افغانستان حکومت ته تسلیم شول.
د امنیتي بنسټونو د رهبرۍ د معلوماتو تر اورېدو وروسته جمهورريیس په ولایتونو کې پر روانو چاڼیزو عملیاتو خوښي وښوده او د امنیتي او دفاعي ځواکونو امنیتي پلان، عملیات او د امنیتي بنسټونو ترمنځ د همغږۍ زیاتوالی یې وستایه.
جمهورريیس غني د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ګډو عملیاتو موثریت ته په اشارې وویل: ستاسو عملیات د دې لامل شول چې د دښمن د عملیاتو څپې پر وخت دفع شي.
جمهورريیس د امنیتي او دفاعي ارګانونو رهبرۍ ته په ختیځ کې د داعش ډلې پر ضد د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د بریالیو عملیاتو مبارکي وویله او زیاته یې کړه: د ولسوالیو د تصفیې او ساتنې په برخه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو هڅې د قدر وړ دي.
جمهورريیس د امنیتي بنسټونو رهبرۍ ته لارښوونه وکړه چې د خلکو د ساتنې او د دښمن د بریدونو د شنډولو لپاره په ژمي کې هم پر خپلو عملیاتو او امنیتي پلانونو تمرکز زیات کړي.#
پاى/ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته